Jump to content

ييديشي ژبه

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
ييديشي ژبه
יידיש (ييديشي) ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
ټوليز مالومات
عمومي مالومات
ځانګړې وېشنيزه
سیمييزتوب د
ليکدود
ويونکو شمېر
۱٬۰۰۰٬۰۰۰[۲] (۲۰۱۰)
۱۱٬۰۰۰٬۰۰۰ (د 1910 څخه تر) ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
آيسو ۶۳۹-۱ کوډ
yi[۶][۷] (۱۹۸۹ – )
ji[۷] ( – ۱۹۸۹) ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
د ژبې کوډ
yi ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
هېواد
نور اړين مالومات
برخې
برخه د

ييديشي ژبه چې ييديش هم بلل کيږي (ייִדיש, Yiddish/אידיש, Yiddish) انګلیسي: Yiddish ) د نړیوال عربي پوهنغونډ په وینا، دا د اروپایی یهودانو ژبه ده او دا د لسمې او یوولسمې پېړیو په اوږدو کې د د آرامي ، جرمني ، اېټاليايي ، فرانسوي او عبراني د يو ځای کېدو څخه رامینځته شوې. [۹] [۱۰] [۱۱] دا په ټوله نړۍ کې د نږدې ۱.۵ مېلیون وګړو لخوا ویل کیږي، چې ډېری یې اشکنازي یهودیان دي. [۱۲] [۱۳] [۱۴] دې ژبه ته د يیدېش نوم د "یهودي" يا «يديش-تايتش» (ייִדיש־טײַטש) یا جرمني-یهودي لنډیز له کبله ورکړل شوی دی.

دا په لومړي سر کې د لسمې پېړۍ راهیسې په اروپا کې د یهودانو یوه جرمني ژبه وه چې اوسمهال په متحده ایالاتو کې په ځانګړې توګه د نیویارک په ښار کې د کډوالو اشکنازي یهودانو له خوا کارول کیږي. د ژبې ۸۰ سلنه کليمې د جرمني ژبې ريښې لري، سربېره پردې د عبراني او سلاویک ژبو ځینې کلمې، په ځانګړې توګه پولينډي ويوکي وروسته له هغې چې یهودیان پولينډ او ختیځې اروپا ته د صلیبی جګړو له امله وتښتېدل، په دې ژبه کې ورګډ شول. یيديش معمولا په عبراني ليکدود ليکل کيږي.

دا یوه ژبه ده چې په متحده ایالاتو ، اسراییل ، پولينډ ، ارجنټاین، برازیل، انګلستان، روسیه، کاناډا ، اوکراین ، بېلاروس، هنګري، مکسیکو ، مولدووا، لیتوانیا ، بېلجیم ، جرمني ، استرالیا ، فرانسه او نورو هېوادونو کې ویل کیږي.

د دې ژبې د ويونکو شمېر ۱,۷۶۲,۳۲۰ تنو ته رسېږي. په داسې حال کې ليکدود بڼه يې عبراني ده، دا په سویډن کې د پېژندل شوي یهودي لږکيو رسمي ژبه ده. [۱۵]

دا ژبه کومه رسمي اداره یا ټولنه نلري چې دا تنظیم کړي. یيديش د اشکنازي یهودیانو الماني ژبه ده. دا په ټوله نړۍ کې ویل کیږي. دا د آلماني ژبو، عبراني، ارمني، سلاویکي ژبو او د رومانیایي ژبې د لغاتونو د يوځای کېدو په پايله کې رامنځټه شوې چې په عبراني ليکدود ليکل کيږي. د دې ژبې اصل اشکنازي کلتور دی، چې ریښې یې د لسمې پېړۍ په ګینلینډ کې پراخې شوې. دا وروسته د ختیځې او مرکزي اروپا او نورو لويو وچو ته خپره شوه. د شته لاسوندونو له مخې دا يوه اشکنازي ژبه ګڼل کيږي، د يیديش اصطلاح تر اتلسمې پېړۍ پورې تر ډېره نه وه کارول شوې، بلکې له هغې راوروسته مشهوره شوې ده.

هېوادونه چې دا ژبه پکې ويل کيږي

[سمول]
 آسټراليا
 اتريش
 ارجنټاین
 بېلاروس
 بېلجيم
 بوسنيا او هيرزيګووينا
 برازیل
 برېتانيا
 هنګري
 جرمني
 اسرائيل
 کاناډا
 کوسټاریکا
 لاتويا
 ليتوانيا
 مکسيکو
 مولدووا
 هالنډ
 پاناما
 پولنډ
 روسیه
 رومانیا
 د امریکا متحده ایالات
 اوکراين
 يوراګوای
 فرانسه
 سويټزرلينډ
 سويډن
 اېستونيا
 سوېلي افريقا

سرچينې

[سمول]
  1. ذکر کېدنه: Archaeology & Language. Page(s): 68. Publisher: Pimlico. خپرېدو نېټه: ۱۹۹۸.
  2. ۲٫۰ ۲٫۱ ذکر کېدنه: اېتنولوګ. Publisher: SIL International. اثر ژبه: انګليسي ژبه. ISSN: 1946-9675.
  3. "اېتنولوګ" (په انګليسي ژبه). SIL International. Retrieved 10 مې 2019.{{cite web}}: سرچينه ساتل:ناپېژانده ژبه (link)
  4. سرچينې تړی: https://iso639-3.sil.org/code/yid.
  5. ذکر کېدنه: Archaeology & Language. Page(s): 68. ليکوال: Colin Renfrew.
  6. "Language".
  7. ۷٫۰ ۷٫۱ سرچينې تړی: http://xml.coverpages.org/iso639a.html.
  8. سرچينې تړی: http://www.culture.gouv.fr/content/download/138305/1515485/version/2/file/LgdeFr-2016.pdf. خپرېدو نېټه: ۲۰۱۶. Retrieved: ۱۵ مارچ ۲۰۱۹.
  9. Baumgarten, Jean; Frakes, Jerold C. (1 June 2005). Introduction to Old Yiddish literature. Oxford University Press. p. 72. Archived from the original on 25 مارس 2017. {{cite book}}: Check date values in: |archive-date= (help)
  10. {{cite web}}: Empty citation (help)
  11. Aram Yardumian, "A Tale of Two Hypotheses: Genetics and the Ethnogenesis of Ashkenazi Jewry". University of Pennsylvania. 2013. Archived 21 July 2018[Date mismatch] at the Wayback Machine.
  12. Eastern Yiddish په اتنولوګ (۱۸ مه ګڼه, ۲۰۱۵.) (ګډون ته اړتيا لري)
  13. Eastern Yiddish په اتنولوګ (۱۸ مه ګڼه, ۲۰۱۵.) (ګډون ته اړتيا لري)
  14. Western Yiddish په اتنولوګ (۱۸ مه ګڼه, ۲۰۱۵.) (ګډون ته اړتيا لري)
  15. Mikael Parkvall, Sveriges språk. Vem talar vad och var?. RAPPLING 1. Rapporter från Institutionen för lingvistik vid Stockholms universitet. 2009 , pp. 68–72 "آرشیف کاپي". {{cite web}}: |access-date= requires |url= (help); External link in |خونديځ تړی= (help); Missing or empty |url= (help); Unknown parameter |نښلېدنه= ignored (help)ساتل CS1: url-status (link)

بهرنۍ اړیکې

[سمول]