Jump to content

عامه روغتیا

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

عامه روغتیا «د ناروغۍ د مخنیوي علم او هنر » بلل شوې چې د ټولنې، خصوصي او دولتي ادارو، خلکو او افرادو د منظمو هڅو او اګاهانه انتخابونو له لارې ژوند اوږدوي او کیفیت یې ښه کوي. د یوې ټولنې د روغتیا د ټاکونکو عواملو او د ورپېښو ګواښونو تحلیل د عامې روغتیا بنسټ جوړوي. عوام کېدای شي یوه ډله خلک وي او یا هم د کلي او یا ښار په کچه وي؛ چې د یوې نړیوالې وبا په صورت کې ښايي ګڼې لویې وچې په بر کې را ونیسي. د روغتیا په اصطلاح کې فزیکي، رواني او ټولنیزه روغتیا او ښه‌والی راځي.[۱][۲][۳][۴]

د پرمختللو هېوادونو او د پرمختګ په حال کې هېوادونو تر منځ او همدا راز د پرمختګ په حال کې هېوادونو دننه روغتیايي خدماتو او د عمومي روغتیا نوښتونو ته په لاسرسي کې د پام وړ توپير موجود دی. کوم هېوادونه چې د پرمختګ په حال کې دي، په هغو کې د عمومي روغتیا زېربناوې تر اوسه د جوړېدو په حال کې دي. ښايي د روغتیايي خدمتونو لپاره لوستي کارکوونکي، د پیسو سرچینې او يا په ځینو مواردو کې د لومړنیو روغتايي خدمتونو د وړاندې کولو او د ناروغیو د مخنیوي لپاره کافي پوهه هم ونه‌لري. په دغو هېوادونو کې یوه لویه اندېښنه د مور او ماشوم کمزوری روغتیايي حالت دی چې خوار ځواکي او بېوزلي یې لا پسې ډېروي.[۵][۶]

د بشري تمدن له پیل راهیسې ټولنو د روغتیا د ښه کولو او له ناروغیو سره د مبارزې لپاره په ټولیز ډول کار کړی. په پېچلیو ټولنو کې د روغتیايي خطرونو د کمېدو لپاره شعوري مداخلې ښايي د بېلابېلو خلکو لکه پوځي جنرالانو، روحانیونو یا واکمنانو نوښت وي. لویه بریتانیا له دې امله چې په ټوله نړۍ کې یو لومړنی متمدن ښاري هېواد و، له نولسمې پېړۍ را وروسته د عمومي روغتیا د نوښتونو په پراختیا کې تر نورو مخکې شو. د عامې روغتیا کوم نوښتونه چې پيل شول، په لومړیو کې پر روغتیا (د بېلګې په توګه د لیورپول او لندن د ککړو اوبو یا فاضلابو سیستمونه)، د عفوني ناروغیو پر کنټرول (لکه واکسین او قرنطین) او د بېلابېلو علومو پر بشپړېدونکو زېربناوو متمرکز وو؛ د بېلګې په توګه مایکروبیولوژي، اپيډمیولوژي او انجنیري علوم.[۷][۸][۹]

تعریف او موخې

[سمول]

تعریف

[سمول]

عامه روغتیا «د ناروغۍ د مخنیوي علم او هنر » بلل شوې چې د ټولنې، خصوصي او دولتي ادارو، خلکو او افرادو د منظمو هڅو او اګاهانه انتخابونو له لارې ژوند اوږدوي او کیفیت یې ښه کوي. عوام کېدای شي یوه ډله خلک وي او یا هم د کلي او یا ښار په کچه وي. د روغتیا په اصطلاح کې فزیکي، رواني او ټولنیزه روغتیا او ښه‌والی راځي. په دې توګه د روغتیا نړیوال سازمان د تعریف له مخې: «روغتیا د بشپړې جسمي، رواني او ټولنیزې هوساینې حالت دی، یوازې د ناروغۍ نه‌شتون روغتیا نه ده».[۱۰][۱۱]

موخې

[سمول]

د عامې روغتیا موخې د ناروغیو، زیانونو او نورو حالتونو مخنیوی او کمول دي. ټولیزه موخه یې دا ده چې د خلکو روغتیا ښه شي او ژوند ته یې هیلې ډېرې شي.

مېتودونه

[سمول]

د عامې روغتیا موخې پر پېښو، روغتیايي ښه‌والي، ټولنو او چاپېریالونو د څارنې له لارې ترلاسه کېږي. د خلکو د روغتیا د مهمو عواملو او موجودو خطرونو تجزیه تحلیل د عامې روغتیا بنسټ جوړوي.[۱۲]

ډېری ناروغۍ داسې دي چې په ساده او غیر طبي لارو چارو سره د مخنیوي وړ دي. د بېلګې په توګه، څېړنو ښودلې چې په صابون سره د لاسونو وینځل د ډېرو ناروغیو د مخنیوي لامل کېږي. په نورو مواردو کې د یوې ناروغۍ درملنه یا د یوه رنځېږن (pathogen) کنټرول کولای شي نورو ته د هغې ناروغۍ د لېږد مخه ونیسي. د عامې روغتیا اړیکتیايي پروګرامونه او همدا راز د واکسیناسیون پروګرامونه په عامه روغتیا کې د یوې ناروغۍ د مخنیوي لپاره معمول اقدامات دي.[۱۳]

عامه روغتیا له لومړنیو، ثانویه او درېیمې کچو څارنو سره د یوه هېواد د روغتیايي خدمتونو د ټولیز سیستم برخه ده. د عامې روغتیا اړوند ډېری کارونه له روغتیايي مرکزونو د باندې کېږي؛ لکه د توکو پر صحي‌والي څارنه او یا د لېږدېدونکو ناروغیو د مخنیوي لپاره د ستنو د بدلولو پروګرامونه.

عامه روغتیا په پرمختللو او د پرمختګ په حال کې هېوادونو کې د ځايي روغتیايي سیستمونو او نادولتي سازمانونو له لارې د ناروغیو د مخنیوي په هڅو کې مهم رول لري.

په عامه روغتیا کې د جغرافيايي اطلاعاتو سیستم (GIS) ته اړتیا ده؛ ځکه د ناروغیو په خطر او زیانونو کې جغرافیايي اړخونه هم ښکېل دي.[۱۴]

سازمانونه

[سمول]

د روغتیا نړیوال سازمان (WHO)

[سمول]

د روغتیا نړیوال سازمان (WHO) د ملګرو ملتونو یوه تخصصي اداره ده چې د نړیوالې عمومي روغیتا مسؤلیت لري. د روغتیا نړیوال سازمان اساسنامه چې د دغې ادارې جوړښت او حاکم اصول ټاکي، خپله اصلي موخه «د روغتیا تر ټولو لوړې ممکنې کچې ته د ټولو خلکو لاسرسی» بولي. د WHO ډېره برخه کار د ټولیزو روغتیايي خدمتونو ملاتړ، د عمومي روغیتا پر خطرونو څارنه، د روغتیا بیړنیو شرایطو ته غبرګون او د روغتیا ښه‌والی او د انسان هوساینه ده. دغه سازمان د عمومي روغتیا په څو مهمو لاسته‌راوړنو کې د پام وړ رول لوبولی چې تر ټولو مهم یې د چیچک ناروغۍ له منځه وړل، د ماشومانو د فلج (پولیو) تقریباً له منځه وړل او د «اېبولا» ناروغۍ واکسین جوړول دي. اوسني لومړیتوبه یې د ساري ناروغیو لکه اېچ‌ای‌وي، اېډز، اېبولا، کوویډ-۱۹، ملاریا او سېل ناروغیو؛ همدا راز غیر ساري ناروغیو لکه د زړه او سرطان ناروغۍ، سالم خوراکي رژیم، خوراکي امنیت او مسلکي روغتیا په برخو کې دي.[۱۵][۱۶][۱۷]

نور سازمانونه

[سمول]

ډېری هېوادونه د عامې روغتیا خپلې دولتي برخې لري چې په اکثرو هېوادونو کې د روغتیا وزارت بلل کېږي او د داخلي روغتیايي مسائلو مسؤلیت پر غاړه لري.[۱۸]

د عامې روغتیا پروګرامونه

[سمول]

ډېری دولتونه د ناروغیو د کمولو او نورو جسمي او رواني حالتونو په برخه کې د عامې روغتیا د پروګرامونه اهمیت درک کوي. له دې سره سره، عامه روغتیا په ټولیز ډول د درملو په نسبت له دولت څخه کمه بودیجه ترلاسه کوي. که څه هم د ځايي او دولتي روغتیايي سازمانونو همکاري د عمومي روغتیا د ښه‌والي لپاره تر ټولو ښه لاره بلل کېږي، خو د دغه کار لپاره شته شواهد ډېر کم دي. د عامې روغتیا پروګرامونه چې واکسینونه وړاندې کوي، د روغتیا په ښه کولو کې یې پرمختګ کړی؛ د بېلګې په توګه چیچک ناروغي یې له منځه وړې ده او دا هغه ناروغي وه چې بشریت یې زرګونه کاله په ځان اخته کړی و.[۱۹][۲۰]

سرچينې

[سمول]
  1. Winslow, Charles-Edward Amory (1920). "The Untilled Field of Public Health". Modern Medicine. 2 (1306): 183–191. Bibcode:1920Sci....51...23W. doi:10.1126/science.51.1306.23. PMID 17838891.
  2. "What is Public Health". Centers for Disease Control Foundation. Atlanta, GA: Centers for Disease Control. نه اخيستل شوی 27 January 2017.
  3. What is the WHO definition of health? from the Preamble to the Constitution of WHO as adopted by the International Health Conference, New York, 19 June - 22 July 1946; signed on 22 July 1946 by the representatives of 61 States (Official Records of WHO, no. 2, p. 100) and entered into force on 7 April 1948. The definition has not been amended since 1948.
  4. PERDIGUERO, E. (2001-07-01). "Anthropology in public health. Bridging differences in culture and society". Journal of Epidemiology & Community Health. 55 (7): 528b–528. doi:10.1136/jech.55.7.528b. ISSN 0143-005X. PMC 1731924.
  5. Lincoln C Chen; David Evans; Tim Evans; Ritu Sadana; Barbara Stilwell; Phylida Travis; Wim Van Lerberghe; Pascal Zurn (2006). World Health Report 2006: working together for health. Geneva: WHO. OCLC 71199185.
  6. Jamison, D T; Mosley, W H (January 1991). "Disease control priorities in developing countries: health policy responses to epidemiological change". American Journal of Public Health. 81 (1): 15–22. doi:10.2105/ajph.81.1.15. ISSN 0090-0036. PMC 1404931. PMID 1983911.
  7. Rosen, George (2015). A history of public health (Revised expanded). Baltimore. ISBN 978-1-4214-1601-4. OCLC 878915301.
  8. Porter, Dorothy (1999). Health, Civilization and the State: A History of Public Health from Ancient to Modern Times. London and New York: Routledge. ISBN 978-0415200363.
  9. Crook, Tom (2016). Governing systems : modernity and the making of public health in England, 1830-1910. Oakland, California. ISBN 978-0-520-96454-9. OCLC 930786561.
  10. Winslow, Charles-Edward Amory (1920). "The Untilled Field of Public Health". Modern Medicine. 2 (1306): 183–191. Bibcode:1920Sci....51...23W. doi:10.1126/science.51.1306.23. PMID 17838891.
  11. What is the WHO definition of health? from the Preamble to the Constitution of WHO as adopted by the International Health Conference, New York, 19 June - 22 July 1946; signed on 22 July 1946 by the representatives of 61 States (Official Records of WHO, no. 2, p. 100) and entered into force on 7 April 1948. The definition has not been amended since 1948.
  12. "What is Public Health". Centers for Disease Control Foundation. Atlanta, GA: Centers for Disease Control. نه اخيستل شوی 27 January 2017.
  13. Global Public-Private Partnership for Handwashing with Soap. Handwashing research Archived 16 December 2010 at the Wayback Machine., accessed 19 April 2011.
  14. Wang, Fahui (2020-01-02). "Why public health needs GIS: a methodological overview". Annals of GIS (په انګليسي). 26 (1): 1–12. doi:10.1080/19475683.2019.1702099. ISSN 1947-5683. PMC 7297184. PMID 32547679.
  15. Jan 24, Published; 2019 (24 January 2019). "The U.S. Government and the World Health Organization". The Henry J. Kaiser Family Foundation (په انګليسي). Archived from the original on 18 March 2020. نه اخيستل شوی 18 March 2020.{{cite web}}: CS1 maint: numeric names: ليکوالانو نوملړ (link)
  16. "WHO Constitution, BASIC DOCUMENTS, Forty-ninth edition" (PDF). Archived (PDF) from the original on 1 April 2020.
  17. "What we do". www.who.int (په انګليسي). Archived from the original on 17 March 2020. نه اخيستل شوی 17 March 2020.
  18. Alkhuli, Dr Muhammad Ali. English for Nursing and Medicine (په انګليسي). دار الفلاح للنشر والتوزيع. ISBN 978-9957-552-36-7.
  19. "Public health principles and neurological disorders". Neurological Disorders: Public Health Challenges (Report). Geneva: World Health Organization. 2006.
  20. Hayes SL, Mann MK, Morgan FM, Kelly MJ, Weightman AL. (17 October 2012). "Collaboration between local health and local government agencies for health improvement". Cochrane Database of Systematic Reviews. 10 (10): CD007825. doi:10.1002/14651858.CD007825.pub6. PMID 23076937.{{cite journal}}: سرچينه ساتل:څونوميز:ليکوالانو نوملړ (link)